د بلاروس د اپوزېسیون جلا وطنې مشرې، سویتلانا تیخانوفسکایا په خپل هېواد کې پر مظاهرهچیانو غږ کړی چې خپلې مظاهرې سولهییزې وساتي.
هغې د پولند په پلازمېنه وارسا کې د وارسا پوهنتون ته په وینا کې وویل چې د بلاروس خلک د لوکاشینکا له واکمنۍ ستړي شوي دي.
تيخانوفسکایا همداراز د روسیې خلکو ته د انټرنټ له لارې په وینا کې وویل چې د روسیې له خپلواکو خبریالانو او بلاګرانو مننه کوي چې په بلاروس کې روان وضعیت تهیې پام کړی او صادقانه او خپلواک راپورونه ورباندې جوړوي.
تیخانوفسکایا وویل چې دې کار په بلاروس کې د روسیې د دولتي پروپاګند په وړاندې ښه نتیجه ورکړې ده.