د ډېزني د فلمونو جوړولو پر کمپنۍ نیوکې شوي

د ډېزني د فلمونو جوړولو کمپنۍ

د ډېزني د فلمونو جوړولو پر کمپنۍ له دې کبله سختې نیوکې شوې چې د مولان په نوم د انيمېشن فلم په اخر کې یې د چین له اتو دولتي کمپنیو مننه کړې ده.

ډیزني دا فلم په ۱۹۹۸ میلادي کال کې جوړ کړی و.

دا فلم بیا په انمېشن ډول جوړ او د سېپټېمبر په ۴مه پر ډېزني پلس چاینل خپور شو.

مولان یو خیالي موزیکال فلم دی چې زیاتې برخې يې په شین جېن او د چین په نورو سیموکې اخیستل شوی دي.

د فلم تر خپرېدو وروسته، ډېرو کتونکو پر ډېزني نیوکه وکړه چې ولې یې د شېن جین له چارواکو چې د مسلمانو ایغورو پر ضد د تبعیض او ظلم سخت کمپاین چلوي، مننه کړې ده.