د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له زیتونو بڼونو به ۵۰۰ ټنه حاصلات راټول شي

ارشیف

سږ کال به د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو بڼونو څخه ۵۰۰ ټنه حاصلات راټول شي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.

سرچینه د حاصلاتو د ډېرېدو علت، د زیتونو بڼونو په مسلکي او عصري ډول پالنه یادوي او زیاتوي، ټاکل شوې راتلونکي کال کې د زیتونو ۷۰ زره تازه نیالګي هم وکرل شي.

د ویلو ده چې په ننګرهار کې د زیتونو دولتي بڼونه په ۱۳۴۲ کال کې په ١،٧٢٠ هکټاره ځمکه کې جوړ شوي چې په‌کې د زیتونو ۲۷۰ زره حاصل ورکوونکې ونې زرغونې دي.