د لاهور ابتدایه محکمې پرون د سېپټېمبر په ۸مه یو عیسوي سړی له کفره د ډکو پيغامونو د استولو په جرم په مرګ محکوم کړ.
محکومت پرویز اصف نومېږي او ۳۷ کلن دی.
د هغه د محاکمې بهیر په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پيل شوی و.
پر پرویز د هغې کارخانې مدیر تور پورې کړی و چې د اسلام د پیغمبر په اړه یې له سپکاوي ډک پیغامونه يې ور استولي وو.
د پرویز مدافع وکیل ویلي چې د لاهور د محکمې د حکم په وړاندې به استېناف وغواړي.
هغه ویلي چې پرویز ځان بې ګناه ګڼي او تورونه یې رد کړي دي.
پرویز اصف ویلي چې مدیر یې هغه د اسلام منلو ته اړ کاوه او کله چې ده انکار وکړ، اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي تور یې ورپورې کړ.