چارواکي د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې په یوه برید کې د څو وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، وسلهوالو طالبانو تېره شپه د دې ولايت د څمکنيو ولسوالۍ اړوند منګياړي سیمه کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ.
هغه زیاته کړه: "د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې د ۵ پاکستانيو ترهګرو په ګډون اووه وسلهوال طالبان وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي."
د ښاغلي منګل په وینا په برید کې افغان ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ويلي.