دفاع وزارت: هلمند کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشیف، په هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت د هلمند په نادعلي او نهرالسراج ولسوالیو کې وسله‌والو طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

دې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو ته دغه مرګ‌ژوبله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوی پر پوستو د بریدونو د مخنیوي په عملیاتو کې اړولې ده.

دفاع وزارت د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبره کوي او وایي چې په وژل شویو کې د طالبانو د سرې قطعې درې غړي هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.