د راپورونو له مخې هند او چین د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لانجمنې پولې پرتو ځواکونو نن د خبرداري ډزې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هندي ځواکونه تورن کړل چې په غیر قانوني توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول له کرښې اوښتي او په قصدي توګهیې د خبرداري ډزې کړې دي.
تر اوسه د احمتالي تلفاتو راپورونه نهدي ورکړل شوي.
هندي چارواکو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې چینایي ځواکونو په سیمه کې د یوې لیرې پرتې پوځي پوستې د محاصره کولو او د خبرداري ډزو د کولو په هڅې سره یو ډېر پاروونکی اقدام کړی دی.
په لداځ سیمه کې د هند او چین ترمنځ د پولې پر سر دغه کړکېچ په مې میاشت کې راپورته شو چې د هواري لپارهیې د دواړو هېوادونو دفاع وزیرانو څلور ورځې وړاندې غونډه وکړه، خو بېنتیجې پای ته ورسېده.