ترکیې د جمال خاشقچي په اړه د عربستان محکمې پرېکړه نیمګړې بللې

جمال خاشقجي

ترکیې د سعودي عربستان د هغې محکمې پرېکړه نیمګړې بللې چې د سعودي پخواني خبریال جمال خاشقجي په وژلو تورن کسان‌یې له اوو نه تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم کړي دي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند فحریتین التون په یوه ټویټ کې لیکلي چې د سعودي عربستان د محکمې دغه پرېکړه نه د ترکیې او نه هم د نړیوالې ټولنې غوښتنې پر ځای کوي.

د سعودي محکمې اته کسان د خاشقجي په قتل کې په لاس درلودو تورن وپېژندل. د سعودي عربستان ابتدايي محکمې تېر کال پنځه تورن کسان په اعدام محکوم کړي وو، خو وروسته له هغې چې د خاشقجي کورنۍ هغوی وبخښل محکمې يې پر سزا بیا غور وکړ.

د تورنو کسانو نومونه په رسمي توګه نه‌دي افشا شوي.

جمال خاشقجي د سعودي د رژیم او د دې هېواد د ولیعهد محمد بن سلمان منتقد وو.

نوموړی د ۲۰۱۸م کال د اکټوبر په دوهمه نېټه د ځينو اسنادو اخیستو لپاره د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان قونلسګرۍ ته ورغلی وو چې له هماغه ځایه ورک شو او وروسته‌یې د مړینې خبر خپور شو.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جمال خاشقجي مړی ټوټې شوی او وروسته‌یې ټوټې ورکې کړای شوې وې.