اروپايي ټولنه: د بلاروس رژیم دې ټول سیاسي بندیان خوشې کړي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر د بلاروس له رژیم څخه د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

جوزف بورېل پرون وویل، اروپايي ټولنه په بلاروس کې په غیر قانوني ډول د سیاسي مخالفینو نیول غندي او غواړي چارواکي ټول هغه کسان خوشې کړي چې د اګسټ د نهمې له لانجمنو انتخاباتو مخکې او وروسته توقیف شوي دي.