د سپټمبر اتمه د سواد نړېواله ورځ.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دې وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په ټول هېواد کې ۴۸ فیصده خلک با سواده دي چې ډېری یې نارینه دي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۰۱ میلادي کال کې ۱۸ فیصده و.
د دې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د پوهنې وزارت هدف په ۲۰۳۰ کال کې ۷۰ فیصده د سواد د کچې لوړول دي.
د یاد وزارت ویانده نوریه نزهت وايي: "زموږ هدف دا دی چې د هېوادوالو د سواد کچه لوړه کړو، په ځانګړي ډول د مېرمنو چې په تېره کې یې د ډېرو ستونزو له کبله د سواد زدهکړې ونهکړې، موږ هڅه کوو دوی ته د سواد د زدهکړې ښوونیز مرکزونه فعاله کړو، دوی ۹ میاشتنی کورس تعقیبوي، که چېرته وغواړي کولای شي په ښوونځیو کې د حیاتي سواد پروګرام هم تعقیب کړي او له بشپړېدو وروسته ورته اسناد هم ورکول کېږي."
د اغلې نزهت په خبره، له ۲۰۰۱ کال راهیسې شااوخوا ۳ میلیونه او ۴۰۰ زره کسانو چې مېرمنې هم پهکې شاملې دي د سواد زدهکړو له ښوونیزو مرکزونو څخه د فراغت اسناد ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر مېرمنې چې خپله له سواده پاتې شوي، ناهیلې دي او هڅه کوي پر خپلو اولادونو زدهکړې وکړي.
زهرا چې د ۹ اولادونو مور ده، په داسې حال کې چې خپله سواد نهلري خو هیلهمنده ده چې ټول اولادونهیې باسواده واوسي.
نوموړې چې ۴۷ کاله عمر لري، د کابل په دشت برجي سیمه کې ژوند کوي.
زهرا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د ژوند ناسمو حالاتو پرېنښوده چې درس ووايي.
هغې په ډېرې ناهیلۍ سره وویل چې نهشم کولای په درسونو کې خپلو اولادونو سره مرسته وکړم، خو هیلهمنده ده چې ټول اولادونهیې درس ووايي تر څو د دې غوندې بېسواده پاتې نهشي.
هغې زیاته کړه: "زما هڅه دا ده چې اولادونه مې درس ووايي، یوځای ته ورسېږي، یو څه یاد کړي، که هلک وي که جلۍ، زه خپله د خپلو اولادونو سره په درس کې مرسته نهشم کولای، خو هر وخت ښوونځي ته ځم او ښوونکو ته وایم چې اولادونو ته مې سم درس ورکړي."
خو هغه مېرمنې چې با سواده شوي اوس ورته ژوند د ښو شېبو ور پرانیستی دی.
د دې مور یوه ۲۰ کلنه لور هم د یو لړ ستونزو له کبله له درس ویلو محرومه پاتې شوې، خو په دې وروستیو کې د سواد زدهکړې یو ښوونیز مرکز ته ځي.
حفیظه چې ۲۰ کاله عمر لري نهغواړي د خپل مور په څېر بېسواده پاتې شي. نوموړې له ۹ میاشتې راپه دېخوا د سواد زدهکړې یو ښوونیز مرکز ته ځي.
اغلې حفیظه وايي، له هغه وخت چې د سواد زدهکړې مرکز ته ځي په ژوند او کورنۍ کې یې تغییرات راغلي.
هغې وویل: "له دې مخکې چې زه په کور کې وم خویندې او وروڼه مې چې کله درس ته تلل، ما له دې حالته سخت رنځ وړه، ما چې سواد نهدرلود ژوند راته ډېر تریخ و، څنګهیې درته ووایم، خو له کله چې د سواد زدهکړې مرکز ته ځم هم لیکل کولای شم او هم ویل شکر اوس ډېره خوشحاله یم او د خپلو خویندو او وروڼو ستونزې هم حلولای شم."
نوریه نزهت له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د پوهنې وزارت د مېرمنو د سواد کچې د لوړولو لپاره یو شمېر پروګرامونه پلي کړي دي او دا چاره روانه ده.