د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، ډېر ژر به د دوی مرکچي پلاوی قطر ته ولاړ شي.
عبدالله عبدالله چې ننیې په کابل کې د احمد شاه مسعود په یاد جوړ شوي څلي ته د ګلو ګېډۍ له اېښودو وروسته رسنیو سره خبرې کولې وویل، دوی مذاکراتو ته چمتو دي.
ښاغلي عبدالله که څه هم قطر ته د مرکچي پلاوي د سفر کره نېټه ونهښوده، خو زیاتهیې کړه، دا ورځ ډېره رانږدې ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
هغه زیاته کړه: "نن ورځ خو د شهید ورځ ده، زموږ خبرې په همدې ورځ ممترکزې دي، خو زه یقین لرم چې دا کار ژر تر ژره کېدونکی دی."
د ملي روغې جوړې عالي شورا داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک ویلي، تر اوسه د دوی د بندیانو پروسه وروستۍ شوې نهده او کله چې دا بهیر بشپړ شي، دوی به له افغان پلاوي سره مذاکرات پیل کړي.