امریکا، بریتانیا، پولند، فرانسې او ګرجستان جنوبي قفقاز کې تطبیقات وکړل

ګرجستان کې پوځي تطبیقات

د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، پولند، فرانسې او د کوربه هېواد ګرجستان شااوخوا ۲،۷۰۰ پوځیانو نن د جنوبي قفقاز په سیمه کې پوځي تطبیقات پیل کړل.

په تبلیسي کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو تطبیقاتو چې ۱۱ ورځې به دوام کوي، هدف‌یې سیمه‌ییز شراکت ته پراختیا ورکول، د امریکایي ځواکونو د تیاري او د روزنې په څو ملیتي رښتیني فضا کې د وړتیاوو زیاتول دي.

ګرجستان د ناټو غړی نه‌دی، خو د دې تړون مشرانو د ۲۰۰۸ کال د بخارست په سرمشریزه کې ژمنه کړې وه چې دا هېواد به د ناټو په غړیتوب ومني، خو د مسکو د مخالفت له امله‌یې مشران تر اوسه سره جوړ نه‌دي راغلي.