د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ویلي چې هېواد یې د فلسطینیانو د لانجې د عادلانه حل ملاتړ کوي.
سلمان دغه خبره ټرمپ ته پرون په ټیلیفوني خبرو کې کړې ده.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ټرمپ سعودي عربستان له دې کبله ستایلی چې تېره اوونۍ یې له خپل هوایي قلمرو څخه له اسرائیل څخه متحده عربي اماراتو ته د لومړنۍ الوتنې تېرېدو ته اجازه ورکړه.
سعودي عربستان ویلي چې له اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کېدو لاره به تر هغو تعقیب نهکړي چې اسرائیل له فلسطینیانو سره د سولې نړیوال تړون لاسلیک کړی نهوي.
تېره میاشت متحده عربي اماراتو او اسرائیل د امریکا په منځګړیتوب د خپلو اړیکو د عادي کېدو اعلان وکړ چې ورپسې تېره اوونۍ د امریکا او اسرائیل یو ګډ پلاوی له اسرائیل نه په لومړنۍ الوتنه کې متحده عربي اماراتو ته ولاړ.