هند، چین او دوبۍ ته ۳،۶۰۰ ټنه تازه او وچه مېوه صادر شوې

ارشیف

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د کال له پیل نه هند، چین او متحده عربي اماراتو دوبۍ ته ۳ زره او ۶۰۰ ټنه تازه او وچه مېوه صادر شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه خونې د معلوماتو پر بنسټ د تېر کال تر همدې مودې پورې ۱۵ زره ټنه وچه او تازه مېوه د هوايي دهلېزونو له لارې نورو هېوادونو ته صادر شوې وه.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې اوس‌مهال د هوايي دهلېزونو له لارې صادرات له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ده په خبره، په ډېری هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله بندیزونه لا هم پر ځای دي.

د ښاغلي حاجي اغا په وینا، دا مهال هند ته یوازې په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر نه پروازونه کېږي.