د انصاف په لټه کې؛ عامې روغتیا وزارت د نظیف‌الرحمن ګمارنه ولې ځنډولې؟

په دې اوونۍ کې د «د انصاف په لټه کې» پروګرام موضوع ، د لغمان له ولایته د نظیف‌الرحمن ستونزه ده.

دی وايي، کال مخکې یې د لغمان ولایت د عامې روغتیا د ریاست اړوند د لابراتوار د تکنالوژیست پست ته امتحان ورکړ، په امتحان کې کامیاب شو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون هم تأیید او د ده د مقررېدو مکتوب‌یې عامې روغتیا وزارت ته ولېږه، خو کال کېږي دغه کار پسې سرګردانه دی.

ازادي راډیو دغه موضوع د عامې روغتیا وزارت له مسؤلینو سره شریکه او د هغو ژمنه‌یې واخیسته چې په دې برخه کې به له نظیف‌الرحمن سره قانوني مرسته وکړي.

د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د انصاف په لټه کې