د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د هاوان د لګېدو له امله یوه ښځه او ۵ ماشومان وژل شوي دي.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې دغه هاوان پرون یکشنبه پر یوه کور لګېدلی دی.
هغه زیاته کړه: "په دې پېښه کې ۵ ماشومان او یوه مېرمن شهیدان شوي دي، څلور نور ماشومان ټپیان دي چې عمرونهیې د ۲ او ۱۰ کلونو ترمنځ دي."
ښاغلی خوګیاڼی وایي معلومه نهده، دغه هاوان د چا لهخوا توغول شوی، خو د پېښې په وخت کې په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وسلهواله شخړه روانه وه. وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.