جرمني کې یوه کورني سپي خپل خاوند له مرګه ژغورلی

ارشیف

د جرمني په فریډنبرګ ښارګوټي کې یو کورني سپي خپل خاوند له مرګ څخه وژغوره خو خپله د اور د لمبو خوراک شو.

پولیسو پرون یکشنبه د دې قضیې په اړه وویل، د کور پر خاوند تر پخلي وروسته خوب غلبه وکړه، خو د بې احتیاطۍ له کبله په کور کې اور بل شو.

د شپې یوه بجه وه، سپي د وضعیت په کتلو په غپا خپل ۴۴ کلن خاوند له خوبه راویښ کړ.

کله چې سړي دا حالت ولید، ځان یې د کور له کړکۍ لاندې واچاوه، خو وفاداره سپی په کور کې دننه د اور د لمبو خوراک شو.

د جرمني خبري اژانس په حواله، دغه کس په روغتون کې دی او ټپونه یې ژور دي.