ټاکل شوې چې نوی کابل بانک د افغانستان له ملي بانک سره یوځای شي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې تړاو ناسته هم شوې ده.
نوموړي وویل چې په دې ناسته کې د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي، د افغانستان د مرکزي سرشمېرنې ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي، د نوي کابل بانک او ملي بانک رئیسانو او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې استازي ګډون کړی وو.
ښاغلي مسجدي په دې تړاو ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د مرکزي سرشمېرنې ادارې د ولسمشر له حکم سره سم د دواړو بانکونو تخنیکي سیستمونه څېړلي، د دواړو بانکونو څرنګوالی او وړتیاوې پېژندلي او طرحه چمتو شوې ده چې په دې طرحه کې د یادو بانکونو د یوځای کېدو لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله اقدامات روښانه شوي دي."
نوموړي زیاته کړه چې د دې ناستې پر مهال دواړو لورو د بانکونو یوځای کېدو ته چمتووالی وښود.
د مالیې وزارت وايي، همدارنګه پرېکړه وشوه چې د ولسمشرۍ عالي مقام له نظرونو اخیستو وروسته د یادې طرحې په تړاو د افغانستان له نړیوالو شریکانو په ځانګړې توګه د پیسو له نړیوال صندوق او نړیوال بانک سره تخنیکي سلا مشورې هم وشي.
د مالیې وزارت وايي، دغه پرېکړه ولسمشر ځکه وکړه چې د دولتي بانکونو شمېر راکم او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول مؤثر شي.
کابل بانک څو کاله مخکې د مالي بحران له امله ډېوالي او د حکومت په چوکاټ کې د نوي کابل بانک په نوم ونومول شو.