یو تاجک قانونپوه وروسته له هغه د تاجکستان امنیتي کارکوونکو ونیو چې هغه د دې هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ځان د نوماندۍ نیت څرګند کړ.
د تاجکستان ولسمشرۍ انتخابات د سپټمبر پر ۱۱مه کېږي.
د فراموز ایرګاشیف کورنۍ وایې د تاجکستان د امنیت د سیمهییزې ادارې څو کارکوونکي پرون د نوموړي کور ته ورغلي او هغهیې له ځانه سره یووړ.
ایرګاشیف چې د تاجکستان د بدخشان ولایتي شورا غړی وو، د سپټمبر پر درېیمه په ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو خپره او په ولسمشرۍ انتخاباتو کې یې د خپلې نوماندۍ نیت اعلان کړ.
د تاجکستان واکمن ډیموکراتیک خلق ګوند، د دې هیواد اوسنی ولسمشر امام علي رحمان د یاد ګوند لهخوا د ولسمشرۍ لپاره بیا نومولی دی.
امام علي رحمان له ۱۹۹۲ کال راهیسې د تاجکستان ولسمشر پاته شوی دی.