د هرات ولایت چارواکي وایي د غوریانو ولسوالۍ په بازار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه شوه.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد دا خبره ازادي راډیو ته وکړه او زیاتهیې کړه چې افغان ځواکونو ته په دې نښتو کې زیان نهدی رسېدلی.
ښاغلی جېلاني زیاتوي: "د ولسوالۍ په مرکز کې جګړې څو ساعته دوام وکړ. له بده مرغه په دې نښتو کې یو ماشوم ټپي شوی دی. افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله نهده اوښتې، خو لومړني راپورونه ښیي چې د دښمن پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر یې ټپیان دي چې دا شمېرې ښایي بدلې شي."
د هرات د چارواکو په خبره وسلهوالو طالبانو نن سهار د غوریانو ولسوالۍ په بازار کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.