څه باندې ۲۰۰ کسان د ایران په لوېدیځ کې په پرونۍ چاودنې کې ټپیان شوي دي.
دا خبره د ایران خبري اژانسونو نن کړې ده.
تر اوسه په دې چاودنه کې چې د ایران په ایلام ولایت کې شوې، د چا د وژل کېدو راپور نهدی ورکړل شوی.
چارواکي وایي دا پېښه د کلورین ګازو د چاودنې له کبله شوې چې په یوه بار وړونکي موټر کې انتقالېدل. ایرنا خبري اژانس وایي احتمالاً دا پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له کبله شوې، خو نور جزئیاتیې نهدي ورکړي.
د روان کال په اوړي کې د ایران په پوځي او ملکي سیمو کې څو مشکوکې اور لګېدنې او چاودنې شوې دي. ایراني چارواکو د اګسټ پر ۲۴مه ومنله چې د دې هېواد په نطنز اټمي بټۍ کې د جولای میاشتې چاودنه یو قصدي تخریبي عمل وو.