افغانستان کې زرګونه سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

پروان کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د امریکاد نړیوالې پراختیا د مرستو ادارې یا 'یو اس اېډ' او د ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې یولس زره سیلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې کړې دي.

یو اس اېډ پرون د سېپټېمبر په ۴مه پر ټوېټر لیکلي چې په وروستۍ یوه اونۍ کې یې د خوراکي موادو له نړیوال پروګرام سره یوځای سیلاب ځپلو افغانانو ته ضروري خوراکي مواد رسولي دي.

په وروستیو کې سېلابونو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې خلکوته زیات مالي او ځاني تاوان ورساوه.

د افغانستان حکومت ویلي چې تر ټولو نورو سیمو په پروان کې خلکو ته ډېر تاوان رسېدلی دی.