افغان چارواکي: نن د تورخم دروازه پرانیستل کېږي

تورخم دروازه

افغان چارواکي وايي چې د تورخم دروازه به نن د سېپټېمبر ۵مه هغو افغانانو ته چې له پاکستانه راستنېږي، خلاصه وي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت استازي پرون پر فېسبوک لیکلي چې د تورخم لار به یوازې یوه ورځ پرانیستي وي.

هغه پاکستانیان به هم چې په افغانستان کې دي، د تورخم پر لار خپل هېواد ته د تېرېدو اجازه لري.

د تورخم لار په افغانستان او پاکستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره وتړل شوه او کله ناکله په موقت ډول پرانیستل کېږي.

تورخم ته نږدې، د افغانستان او پاکستان د پوځیانو ترمنځ وروستیو نښتو هم پر دې لار د خلکو تګ راتګ ټکنی کړی دی.

په پاکستان کې اوسمهال تر یو میلیون زیات افغان کډوال مېشت دي.