'د هرات -بادغیس لویې لارې په اوږدو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي'

آرشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال

د هرات -بادغیس لویې لارې په اوږدو کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نور یې ټپیان شول.

دا خبره د افغانستان په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو یوه چارواکي آزادي راډیو ته وکړه.

د دغه قول اردو د رسنیو آمر جګړن سید آغا حسیني تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل: "امنیتي او دفاعي ځواکونو د دفاعي حالت په چوکاټ کې د لا ښه امنیت د ټینګښت او د مخالفینو د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملیات تر سره کړل."

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د جګړې دواړو خواوو تل یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.