د ننګرهار چارواکي وایي، د افغان ځواکونو او پاکستاني ملیشو په پرونۍ جګړه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شول.
د چارواکو په خبره دا جګړه پرون مازدیګر د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې د پاکستاني ملیشو له لوري د تاسیساتو د جوړولو د هڅې وروسته ونښته چې یو ساعت یې دوام وکړ.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تیرماښام آزادي راډیو ته وویل: "وضعیت اوس عادي دی او زموږ سرحدي ځواکونه په لوړ مورال د خپلې خاوري د ساتني لپاره چمتووالی لري."
پاکستاني لوري ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د دې پېښې د لا ارزونې لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده.
شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار د دوربابا په څڅوبي کنډو کې پاکستاني لوري د اغزنو سیمونو د غځولو ترڅنګ یوه دروازه نصب کړه چې د افغانانو غبرګونونه یې راوپارول.