د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي ویلي مرکچي پلاوی به ژر د یوه پرمختللي، ازاد او متحد افغانستان په هدف د سولې خبرې پیل کړي.
ښاغلي ستانکزي نن په خپل ټویټر دا خبره کړې ده.
هغه زیاته کړې د سولې مستقیمې خبرې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړهلیک په اساس مخته ځي.
د سولې مشورتي لویه جرګه د زمري په ۱۷مه د درېیو ورځو په مخه پیل شوه چې په نتیجه کې یې د ۴۰۰ طالب بندیانو په خلاصون سلا وشوه او ترڅنګیې د دایمي اوربند په تأمین باندې ټینګار وشو.
د حکومت او طالبانو ترمنځ د بینالافغاني خبرو د پیل په هدف یو پلاوی په دوحه کې دی او هلته به له طالب پلاوي سره بحثونه کوي، خو د راپورونو له مخې اصلي مرکچیان ښايي راتلونکې اوونۍ سره کېني.