ځیني لوېدیځ حکومتونه د روسیې په وړاندې پر ګډ اقدام غور کوي

کرملېن

وروسته تر دې چې جرمني وویل چې د کرملېن منتقد الکسي ناوالني په پوځي کچه په تولید شویو زهرجن موادو مسموم شوی، د لوېدیځ یو شمېر حکومتونه د روسیې په وړاندې پر یوه ګډ اقدام غور کوي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون چهارشنبه وویل چې جرمني د اروپایي اتحادیې او ناټو شریکانو ته د دغې موضوع په اړه خبر ورکړی چې په ګډه د یوه مناسب عکس‌العمل پرېکړه وکړي.

له دې مخکې د جرمني حکومت ویلي و چې د هغو ځانګړو ازموینو چې د جرمني په یوه پوځي لابراتوار کې ترسره شوې، کره نتیجه ښیي چې د نوویچوک زهرجنو کیمیاوي موادو په ګروپ پورې تړلي مسمومېدونکي مواد یې په وجود کې دي.

د جرمني صدراعظمې وویل، اوس ډېرې جدې پوښتنې مطرح کېږي چې یوازې روسیه ورته ځواب ویلی شي.