د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین نن بلاروس ته ځي

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین نن د بلاروس پلازمینې مینسک ته ځي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د ولسمشرۍ د ترسره شویو لانجمنو انتخاباتو پر سر د راولاړو شویو اعتراضونو د پای ته رسېدو لپاره مسکو ته مخ اړولی دی.

روسیه چې له کلونو راهیسې یې له بلاروس سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخېدو هڅې کړې، د دې هېواد سیاسي کړکېچن وضعیت له نږدې څاري.

د بلاروس د بهرنیو چارو وزیر چې پرون په مسکو کې و، له روسیې مننه وکړه چې په بلاروس کې د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره یې د بلاروس د حکومت د هڅو ملاتړکړی دی.

د بلاروس چارواکي د دغو اعتراضونو ترشا د بهرنیانو لاس بولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګې لاورف وایي، مسکوبه په کلکه د هغو هڅو مخه ونیسي چې هدف یې د بلاروس بې ثباته کول یا له روسیې سره یې د پیاوړو اړیکو شلول دي.