د کندز امنیه قوماندانۍ: نامعلومو وسله‌والو یوه ښځینه پولیسه وژلې

د کندز ولایت نقشه

نا معلومو وسله‌والو د کندز د امنیه قوماندانۍ یوه ښځینه پولیسه وژلې ده.

د کندز امنیتي چارواکي وایي صالحه نومې پولیسه تېر ماښام د کندز یوې لیرې ناامنې سیمي شوره خاک ته په چال او فرېب بیول شوې او وژل شوې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت‌الله اکبري ازادي راډیو ته وویل تر اوسه په دې تړاو څوک نه‌دي نیول شوي.

هغه زیاته کړه: "دا چې صالحه چا دغې ناامنې سیمې ته په چال او فرېب بیولې وه، موږ پلټنې پیل کړې دي او هغه کسان چې په دې قضیه کې لاس لري، وبه نیول شي."

شوره خاک د کندز ښار په شااوخوا درې کیلومترۍ کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه ده.

شااوخوا دوه اوونۍ دمخه وسله‌والو طالبانو د کندز په درېیمه امنیتي حوزه کې د سرحدي ځواکونو یوه ښځینه افسره په خپل کور کې وژلې وه.