افغانستان او اوکراین په خپلو کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال تېره ورځ د اوکراین د سوداګرۍ خوني له مرستیال سره خبرې کړي او اوکرایني لوري ژمنه کړې چې ډېر ژر به په کابل کې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونه جوړه کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د اوکراین د خصوصي سکټور لېوالتیا به دغه هېواد ته نور بهرني پانګوال هم راجلب کړي.
د دغې خونې مرستیال یونس مومند په دې اړه ازادي راډېو ته وویل: "کوم هېوادونه چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښیي او د افغانستان سوداګریز ډګر ته داخلېږي، موږ ته ډېره مهمه ده او هېلهمند یو چې له اوکراین سره هم ښیي سوداګریزې اړیکې ولرو."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا هم وايي چې په بهرنیو پانګونو سره به په دغه هېواد کې یو شمېر خلکو ته د کار کولو اسانتیاوې هم برابرې شي.