د مصالحې شورا: د بین‌الافغاني مذاکراتو په وړاندې ټول خنډونه لیرې شوي

قطر کې د طالبانو یو شمېر چارواکي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره ټول خنډونه لیرې شوي دي.

د راپورونو په اساس ځینو هېوادونو له هغې ډلې فرانسې، استرالیا او امریکا د یو شمېر طالبانو له خلاصون سره مخالفت ښودلی و چې له امله‌یې د بندیانو د خلاصون بهیر له خنډ سره مخ شوی و.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون په خپل فېس‌بوک باندې نن ډاډ ورکړی چې د بندیانو د تبادلې بهیر به ژر پای ته ورسېږي او بین‌الافغاني مذاکرات به پیل شي.

هغه زیاته کړې چې مذاکره کوونکی پلاوی دوحې ته د سفر بشپړ چمتووالی نیولی دی.

افغان حکومت په تېرو دوو ورځو کې د هغو طالب بندیانو د خلاصون پروسه روانه کړې چې د راپورونو په اساس درنې جرمي دوسیې يې درلودې.

طالبانو ویلي همدا چې د دوی له غوښتنې سره سم د ۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون بهیر ختم شي بین‌الافغاني خبرو ته چمتو دي.

په خواله رسنیو تازه د طالبانو له‌خوا د څلورو دولتي بندیانو د خلاصون عکسونه خپاره شوي او راغلي چې دا افغان کمانډویان و.

حکومت او خپلواکو سرچینو لا نه‌ده تأیید کړې چې طالبانو هم د څه باندې ۲۰ افغان کمانډویانو له ډلې څوک خلاص کړي که څنګه.