حلیم فدايي: پکتیا کې پروني برید وښوده چې طالبان سولې ته ژمن نه‌دي

پکتیا کې له حمله کوونکو پاتې شوي مواد

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي طالبانو د عامه ساتنې په قطعې باندې په برید سره وښوده چې سولې ته ژمن نه‌دي.

سې شنبه سهار د پکتیا په مرکز ګردېز کې طالبانو د عامه ساتنې قطعه په یوه موټر بم تر برید لاندې ونیوله چې یو شمېر پوځیانو او ملکیانو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

د پکتیا والي ښاغلي فدايي وویل د عامه ساتنې قطعه کومه محاربوي ډله نه‌ده او طالبان په داسې بریدونو سره د سولې پروسې ته زیان رسوي.

له حلیم فدايي سره صفي‌الله ستانکزي په همدې اړه مرکه کړې ده او لومړی یې د پېښې وروستي جزئیات ترې پوښتلي.

د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

محمد حلیم فدايي سره مرکه