د ملي مصالحې عالي شورا غړې صفیه صدیقي وایي د سولې مرکچي پلاوی به خپله ټوله انرژي د سولې په راوستلو ولګوي.
صدیقي دا خبره له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وکړه.
صفیه صدیقي د ښځو په استازیتوب تازه د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا غړې ټاکل شوې ده.
هغې انتقاد وکړ چې په افغانستان کې لا هم د سولې په مسئله باندې یو شمېر سیاستوال نه سره جوړېږي.
صفيالله ستانکزي له صفیه صدیقي سره مرکه کړې ده.
د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5