د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې پرون (د سپټمبر په لومړۍ) د پوهنتونونو زرګونه زدهکوونکو لاریون وکړ.
هغوی دا کار تر هغه وروسته وکړ چې د اپوزېسیون لهخوا پر خلکو غږ وشو چې د تعلیمي کال د پيل په لومړۍ نېټه په ټول هېواد کې اعتصاب وشي.
محصلانو پرون سره او سپین بیرغونه چې له ډېرې مودې راهیسې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د مقاومت په سمبول بدل شوي، لېږدول.
د مظاهرو ضد پولیسو لږترلږه ۵۵ تنه ونیول.
دا خبر د ویاسنا په نوم د بشري حقونو د څارنې یوې ډلې خپور کړی او ویلي یې دي چې مظاهرهچیان په مختلفو سیمو کې نیول شوي دي.
په بلاروس کې د اګسټ په نهمه نېټه د جمهوري ریاست انتخابات وشوو او الکساندر لوکاشینکا د یوې بلې دورې ګټونکی اعلان شو.
له هغه راهیسې د بلاروس خلک اعتراضي مظاهرې کوي. هغوی ادعا کړې چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.