دفاع وزارت: تخار کې د تخنیکي ستونزې له امله یوه هیلیکوپټر غورځېدلې

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت تائیدوي چې یوه هیلیکوپټر یې په تخار ولایت کې راغورځېدلي خو علت یې تخنیکي ستونزه بولي.

دفاع وزارت نن په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې MI17 ډوله هیلیکوپټر چې د کندوز د ۲۱۷ پامیر قول اردو څخه الوتې او د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ پرلورې روانه وه، نن له غرمي وروسته شاوخوا دونیمې بجې په سیمه کې د کېناستو په مهال د تخنیکي ستونزې له امله را وغورځېده.

دفاع وزارت ویلي چې د هیلیکوپټر سورلۍ ته زیان نه دی رسېدلی او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.