ارګ: غني د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره پر سوله او بندیانو خبرې کړي

ولسمشر غني د ټیلیفوني خبرو پرمهال

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د ملي امنیت له سلاکار رابرټ اوبراین سره خبرې وکړې.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې ولسمشر له اوبراین سره د سولې د بهیر او د بندیانو د تبادلې پر مسلو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې اړتیا ده د طالبانو او حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

دواړو لورو همداشان د تلپاتې سولې لپاره اوربند مهم بللی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا هم په یوه ټویټ کې له افغان ولسمشر سره د اوبراین ټیلیفوني خبرې ګټورې بللې او ویلي یې دي چې اوبراین له ځنډ پرته د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو پر اړتیا ټینګار کړی.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ټویټ له مخې امریکا یو ځل بیا د یوه خپلواکه، ډیموکراتیک او یو موټي افغانستان څخه چې بیا هېڅکله هم د نړیوال تروریزم د یوې سرچینې په توګه استعمال نشي، ملاتړ وکړ.

د ولسمشر ویاند دغه راز ویلي چې امریکا په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونو د لاس ته راوړنو په دوام پر ټینګار سربېره دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو هم کلک ملاتړ څرګند کړ.

د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پیلېدو پر وړاندې د طالبانو د یو شمېر مهمو بندیانو نه خوشې کېدل یو خنډ و چې له پرون راهیسې یې دغه بهیر پیل شوی دی.