د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره د متحده عربي اماراتو تاریخي موافقه خیانت بللی او ویلي یې دي چې هغه به ډېره دوام ونه کړي.
د ایران د دولتي رسنۍ د خبرله مخې خامنه یي دغه څرګندونې نن د وینا په ترڅ کې وکړې او ویې ویل د اسلامي نړۍ، عربي هېوادونو، د سیمې د هېوادونو او فلسطینانو پر وړاندې خیانت شوی دی.
خامنه یي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د دغې موافقې په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته تللي د امریکا او اسرائیل یوه ګډ جګپوړي پلاوي سفرپای ته ورساوه.
خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید النهیان په تېره بیا فلسطینیانو ته ډاډ ور کړ چې هېواد یې دغه پرېکړه د سولې لپاره کړې ده.
هغه زیاته کړه: "د اماراتو دریځ کلک او ثابت دی، دا هېواد د عربي نړۍ د دریځ چې د یوه خپلواکه فلسطیني دولت چې ختیځ بیت المقدس به یې پلازمېنه وي، ملاتړ کوي، موږ به په دې برخه کې د فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړو."
دغه پلاوی پرون له اسرائیل څخه په لومړنۍ الوتنه کې متحده عربي اماراتو ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
د امریکا په منځګړیتوب د هغې تاریخي موافقې له مخې چې د اګسټ په ۱۳ اعلان شوه، د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې شوې.
متحده عربي امارات د خلیج د سیمې لومړنی خو د عربي نړۍ درېیم هېواد دی چې له اسرائیل سره اړیکې ټینګوي.