د کابینې د قوانینو کمېټې په تذکره کې د مور نوم لیکلو طرحه تصویب کړه

الکترونیکي تذکره

د افغانستان د کابینې د قوانینو کمېټې په تذکره کې د مور نوم لیکلو طرحه تصویب کړه.

د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش دفتر ویلي چې دغې کمېټې دغه طرحه پرون له بحث وروسته تصویب کړه.

دغه تصویب شوې طرحه چې د ښځینه مدني فعالانو له‌خوا وړاندې شوې وه، د کابینې او دغه‌راز د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو تصویب ته اړتیا لري.

د افغانستان په اوسنیو تذکرو کې چې د نویو الکترونیکي هغو د وېش بهیر یې له یوې مودې راهیسې پیل شوی، یوازې د پلار او نیکه نومونه لیکل کېږي.