ویانا کې د ایران اټومي تړون د ژغورلو په تړاو غونډه کېږي

د ویانا په نننۍ غونډه کې د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او ایران استازي ګډون کوي. 

د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټومي تړون پاتې ګډونوال نن په ویانا کې غونډه کوي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې امریکا چې دوه کاله مخکې له دغه تړونه وتلی، پر ایران د ملګروملتونو د ټولو بندیزونو د بېرته لګولو لپاره هڅې چټکې کړي دي.

د ویانا په نننۍ غونډه کې د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او ایران استازي ګډون کوي.

ټول دغه هېوادونه هڅه کوي چې دغه تړون وژغوري.

په ویانا کې د دغو خبرو په ملاتړ ایران تېره اونۍ د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ ادارې څارونکو ته د دې هېواد له دوو پخوانیو اټومي ځایونو څخه د کتو اجازه ورکړه.

دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې د ملګروملتونو امنیت شورا پر ایران د نړیوالو بندیزونو د بېرته لګولو لپاره د متحدو ایالتونو د یوه پرېکړه لیک مخه ډب کړه.