یمن جګړه کې د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو قومندان له دندې لرې شو

جنرال فهد بن ترکي بن عبدالعزیز

د یمن د جګړې لپاره د سعودي عربستان د ځواکونو قوماندان جنرال فهد بن ترکي بن عبدالعزیز چې د سلطنتي کورنۍ غړی دی، نن له کاره ګوښه شو.

د ده زوی عبدالعزیز بن فهد بن ترکي هم چې د الجوف ولایت مرستیال و، له خپل مقامه برطرفه شو.

د عربستان پنځه دیرش کلن ولیعهد محمد بن سلمان تر دې مخکې هم ګڼ کسان په همدې ډول د اداري فساد په تور نیولي دي او په ورته وخت کې یې په دې تور یو شمېر هغه کسان په نښه کړې دي چې د خپل واک لپاره خطر ورته ښکاره شوې دي.

د سعودي دولتي اژانس نن راپور ورکړ چې دفاع وزارت یو شمېر مالي مشکوکې معاملې ترلاسه کړې دي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.

د راپور له مخې د پاچا سلمان په امر به د سعودي عربستان له څلورو نورو چارواکو هم تحقیقات وشي.

جنرال فهد بن ترکي د ۲۰۱۸ کال د فبروري په میاشت کې په یمن کې د حوثیانو پرضد د جګړې قوماندان وټاکل شو.

یمن تر ټولو عربي هېوادو خوار دی او په دې هېواد کې د روانې جګړې د قربانیانو شمېر تر یولک اوښتی دی.

په یمن کې د دوه زره څوارلسم کال په سپتمبر کې حوثیانو پلازمېنه صنعا ونیوله او د دوه زره پنځلسم کال د مارچ په میاشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف هلته د حوثیانو پرضد جګړه پيل کړه.

ډېر ژر دا جګړه په یوه سیمه ییز بحران بدله شوه او ایران هلته د حوثیانو ملاتړ ته ملا وتړله.

د سعودي عربستان د هوایي بریدونو په ترڅ کې په سلګونو ملکیان وژل شوي او نړیوالو د سعودیانو له لورې د زندانیانو شکنجه په سختو ټکیو غندلې ده.

هاغه لور ته حوثیان د مرستندویه ټولنو د مرستو په غلا، د ماینونو په ایښودلو او د امنیتي ځواکونو لیکو ته د ماشومانو د جذبولو په تورونو تورن شوې دي.

د یمن په بحران کې شاوخوا یومیلیون کسان مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي، لوږې او جګړې دا کسان له سخت بشري ناورین سره مخامخ کړې دي.