د پکتیا ډنډ پټان کې دوه پاکستاني اورپکي وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند حیاتالله نظامي وایي، دغه کسان د دوشنبې په شپه هغه مهال ووژل شول چې د مقبلو سیمه کې يې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ.
هغه زیاته کړه: "د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې دوه بهرني ترهګر چې حیدر او حضرت علي نومېدل، وژل شوي دي، برید کې یو شمېر کورني او بهرني ترهګر ټپیان شوي هم دي، خو کره شمېر یې نهدی معلوم."
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د خپلو دوو ملګرو وژل کېدل تأیید کړي، خو ادعا یې کړې چې مقبلو کې یې شپږ افغان سرتېري هم وژلي دي، پولیس بیا دا ادعا ردوي.
د پکتیا چارواکو له دې وړاندې څو څو ځله ویلي چې دغه ولایت کې د طالبانو په منځ کې بهرني اتباع فعالیت لري.