جرمني: روسیه دې د 'نوالني' د ناروغېدو دلیل په اړه څېړنې چټکې کړي

الکسي نوالني

جرمني له روسیې وغوښتل چې د اپوزیسیون د پخواني مشر الکسي نوالني د سخت ناروغېدو د دلیل په اړه خپلې څېړنې چټکې کړي.

نوالني په مشکوک ډول له مسموم کېدو وروسته اوس د برلین په یوه روغتون کې تداوي کېږي.

روسي چارواکي دا خبره ردوي چې ګنې نوالني په قصدي ډول مسموم کړای شوی دی.