د افغانستان جمهوري ریاست نن (دوشنبه) د کابینې د پاتې غړیو نومونه اعلان کړل.
د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي په یوه خبري غونډه کې وویل، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو وزارت، نثاراحمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت، قدرت الله ذکي د ټرانسپورت وزارت، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، انوارالحق احدي د کرنې او اوبو لګولو وزارت، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت، او سید منصور سادات نادري د سولې وزارت لپاره نومول شوي او د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسی جرګې ته معرفي شوي دي.
ظاهراً دا هغه کسان دي چې عبدالله عبدالله وړاندیز کړي دي.
د سیاسي موافقې پر اساس د کابینې د نیمايي غړیو د معرفۍ واک عبدالله عبدالله ته سپارل شوی و.