د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر نن په خپل دفتر کې د پاکستان د باندنیو چارو له مرستیال وزیر سره د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو د درولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر سهیل محمود د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان په پړاویزه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، حنیف اتمر له سهیل محمود سره په کتنه کې همداراز غوښتنه وکړه چې پاکستان دې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو جوړول ودروي او د دوو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې دې نه بندوي.
د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان د ژمنو د تعقیب دوهمه غونډه نن د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د دوو هیوادونو د باندنیو چارو د مرستیال وزیرانو میرویس ناب او سهیل محمود په مشرۍ جوړېږي.
په دې غونډه کې هغه پنځه ژمنې ارزول کېږي چې تېر کال د سیاست، دیپلوماسۍ، دفاع، اقتصاد او کډوالو په برخو کې د پاکستان په غونډه کې شوې وې.