نامعلومو وسله والو د مشرانو جرګې یو پخوانی غړی محمدحسن هوتک تېره شپه په خپل کور کې وواژه.
د کابل پولیسو د دغه ښار په قلعه وزیر سیمه کې د هوتک وژل کېدل تایید کړل.
محمدحسن هوتک پخوا د مشرانو جرګې انتصابي غړی و.
په وروستیو کې د هغو شخصیتونو، چې په یو نه یو ډول یې له دولت سره همکاري کړې، وژنې ډېرې شوي دي.
تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت د هدفي بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله د کابل امنیه قوماندان امان الله واحدي له دندې لېرې کړ.