المپیک ملي کمېټه: نن ټول ورزشي فعالیتونه بېرته پلېږي

ارشیف

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې سر له ننه به په ټول هېواد کې ټول ورزشي فعالیتونه پیل شي.

د دې کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي ازادي راډيو ته وویل که څه هم له وړاندې یو شمېر ورزشي رشتو فعالیتونه پیل کړي وو خو د عامې روغتیا وزارت د کرونا پر ضد د اضطرار کمېټې د پرېکړې په اساس اوس ټولو ورزشي فعالیتونو ته اجازه ورکړل شوه.

خو دی وايي، هڅه به کېږي چې د سیالیو پر مهال د نندارچیانو شمېر کم وي او دغه شان روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیول شي.

هغه زیاته کړه: "ورزشي فعالیتونه به روغتیايي سپارښتونو په پام کې نیولو سره پیل شي، کورنۍ هر ډول سیالۍ به ترسره شي، په ځانګړي ډول هغه سیالۍ چې په داخل د سالونونو او دغه راز په جمنازیمونو کې ترسره کېږي هلته به ډېره ګڼه ګوڼه نه وي او روغتیايي سپارښتنې به په پام کې نیول کېږي."

اوه میاشتې وړاندې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف افغان حکومت په افغانستان کې په هر ډول ورزشي سیالیو بندیز ولګاوه.