د پاکستان پوځ وايي، مشکوکو سختدریځو د افغانستان پولې ته نژدې درې پاکستاني پوځیان ووژل.
د پاکستان پوځ ویلي چې دا پېښه پرون هغه مهال وشوه چې پوځیانو د تلاشۍ عملیات کول.
پوځ وايي، د جنوبي وزیرستان په دې برید کې څلور نور پوځیان ټپیان شوي دي.
د پاکستان د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.