سعودي عربستان وايي، په یمن کې د دغه هېواد په مشرۍ ائتلاف د حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه او یوه کوچنۍ بېړۍ مخکې تر دې چې په سعودي عربستان کې هدف ته ځان ورسوي، ویجاړې کړي دي.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس وايي چې په بیړۍ کې، چې له لېرې کنټرولېده، چاودېدونکي مواد بار و.
د یمن حوثیانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سعودي خبري اژانس ویلي چې د حوثیانو بې پېلوټه الوتکه د سعودي عربستان د ابها نړیوال هوايي ډګر لور ته روانه وه.