تمه ده راتلوونکې اوونۍ د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ۱۵ کسیز پلاوی ایران ته سفر وکړي.
د دې خونې رئیس نصیر عالمیار نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د دې سفر موخه له پاکستان څخه ډنډ پټان ولسوالۍ ته د وارداتو لپاره د یوې بدیلې لارې پیدا کول او تر څنګ یې پکتیا ولایت ته نېغ په نېغه د خامو او نورو توکو را واردول دي.
دی زیاتوي، اوسمهال افغان سوداګر له پاکستان څخه د ډنډپټان له لارې د سوداګرۍ په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د ښاغلي عالمیار له قوله، دوی اوس غواړي چې له یو شمېر ایراني شرکتونو سره د هوکړو په لاسلیک سره، د پاکستان پر ځای ایران سره راکړه ورکړه ولري.