په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په بلخ ولایت کې یو افغان شرکت سولري ریکشا جوړه کړې ده.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر شېرباز کمینزاده نن ازادي راډیو ته وویل، د دې شرکت مسئولانو د خپل شرکت جوړ کړي ټرانسپورتي تولیدات نن په ارګ کې د ولسمشر او لومړۍ مېرمن په حضور کې نندارې ته وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه: "په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې خپل موټرې د ولسمشر په مخ کې نندارې ته وړاندې کړې، موږ هیلهمند یوو، دا زموږ لپاره یو ښه خبر دی."
دی زیاتوي، لنډ راتلونکې کې به افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه وي چې له لمریزې برېښنا به ښه تولیدات ولري.
د ښاغلي کمین زاده د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د ریکشا د تولید په برخه کې د افغانسان په بېلابېلو برخو کې ۱۲ شرکتونه فعالیت کوي چې په کارونو کې یې ډېر پرمختګونه شوي او له دې سربېره، د افغانستان له خام مواد د خپلو تولیداتو لپاره ګټه اخلي.
ارګ پر فیسبوک پاڼه هم د دې خبر جزئیات خپاره شوي دي.
د صنعت کارانو ټولنې مشر وايي، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د تولیداتو په برخه کې د ۱۱ سکټورونو څخه ۵۰ ته رسېدلی چې اوسمهال پر ځان بسیا هم دي.